کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د فرنټیر ورکس ارګنایزېشن، اېف ډبلیو او، له خوا د ځینو سړکونو د جوړولو پر معیار نیوکه کړې ده.

 

نوموړي د بلوچستان اسمبلۍ غونډې ته ویلي چې د هغه په خپله سیمه کي هم د دغه تنظیم له خوا جوړ شوي ځینې سړکونه خراب شوي دي.

 

د نیشنل پارټۍ مشر او پخواني اعلا وزیر عبدالمالک بلوچ ویلي چې د نېشنل های وې اتارټۍ ځینې منصوبې درېدلې دي. نوموړي ادعا کړې چې اېف ډبلیو او د سړکونو د جوړولو ځینې قراردادونه د خپلې خوښې وړو ټیکه دارانو ته سپارلي دي.

 

سرفراز بګټي ویلي چې د سړکونو د جوړولو په معیار او د کار په ځنډېدو اندېښمن دی. نوموړي منلې چې په بلوچستان کي امنیتي ستونزې هم د ځینو پرمختیايي منصوبو پر کار اغېز کوي. د اېف ډبلیو او دریځ په خپاره شوي راپور کي نه دی ورکړل شوی.