اسلام اباد (شال نیوز) : د حقیقت موندنې ادارې آی وېریفای پاکستان ویلي چې په ټولنیزو رسنیو کي خپور شوی هغه عکس جعلي دی چې پکی د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان د ایران د صدر مسعود پزشکیان لاس ښکلوي.
د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، آی وېریفای پاکستان د عکس له څېړلو وروسته موندلې چې دا د مصنوعي ځیرکتیا په مرسته بدل شوی دی.
د څېړونکو په وینا، اصلي عکس د جولای میاشتې د یوې غونډې دی چې پکی د سعودي عربستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ولید الخریجي د ایران له صدر مسعود پزشکیان سره روغبړ کوي.
په بدل شوي عکس کي د ولید الخریجي پر ځای د خالد بن سلمان څېره لګول شوې او داسې ښودل شوې چې ګواکې نوموړی د ایران د صدر لاس ښکلوي.
آی وېریفای پاکستان وايي، د اصلي او بدل شوي عکس ترمنځ د پرتله کولو ترڅنګ د عکسونو د ارزونې له وسایلو هم کار اخستل شوی چې د بدلون نښې یې څرګندې کړې دي.
دا عکس د اکتوبر پر ۲۶مه په تهران کي د ایران، سعودي عربستان، پاکستان او ترکیې د څلور اړخیزې امنیتي غونډې وروسته په ټولنیزو رسنیو کي خپور شوی و.
په دې غونډه کي د سعودي عربستان دفاع وزیر خالد بن سلمان، د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر، د ترکیې د استخباراتو مشر ابراهیم کالین او د ایران د ملي امنیت د عالي شورا سیکرټر محسن رضايي ګډون کړی و.
د حقیقت موندنې د څېړنې له مخې، خپور شوی عکس د دې غونډې نه دی او د سعودي دفاع وزیر د ایران د صدر د لاس ښکلولو ادعا د عکس له لارې نه ثابتېږي.


شال نیوز