نارووال (شال نیوز) : د پاکستان رېنجرز هاکۍ لوبډلې د چین د ګوانګډونګ صوبې لوبډلې ته په یوه دوستانه لوبه کي د یوه په مقابل کي په درې ګولونو ماتې ورکړې ده. دا لوبه د اکتوبر پر ۲۶مه د پنجاب د نارووال په سپورټس سټي کي شوې ده.

 

د لوبې په لومړۍ نیمایي کي دواړو لوبډلو د ګول وهلو هڅې وکړې، خو یوه هم بریالۍ نه شوه او نیمایي بې له ګوله پای ته ورسېده. د پاکستان رېنجرز لوبغاړي محمد سمیع د لوبې په ۳۷مه دقیقه کي لومړی ګول وواهه، خو د چین لوبغاړي فېنګ شیانګ شوان درې دقیقې وروسته ګول وواهه او لوبه یې برابره کړه.

 

د پاکستان رېنجرز عامر سهېل په ۴۵مه دقیقه کي دویم ګول وواهه او محمد حماد په ۵۵مه دقیقه کي د درېیم ګول په وهلو د خپلې لوبډلې بریا یقیني کړه. د پاکستان د منصوبه بندۍ وفاقي وزیر احسن اقبال او د پاکستان هاکۍ فیډرېشن صدر محی الدین احمد واني هم د دې لوبې ننداره وکړه.

 

په لوبغالي کي د بېلابېلو تعلیمي ادارو زده کوونکو او محلي خلکو هم د لوبې نندارې ته ګډون کړی و.