کابل (شال نیوز) : د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت د یوه خصوصي شرکت په همکارۍ د هېواد د کانونو او طبیعي زېرمو لومړنی ځانګړی نندارتون جوړ کړی او له کورنیو او بهرنیو پانګوالو یې غوښتي چې پکی ګډون وکړي.

 

د وزارت ویاند همایون افغان ویلي چې د دغه نندارتون موخه د افغانستان د کانونو او طبیعي زېرمو معرفي کول، د پانګونې لپاره د فرصتونو برابرول او د کانونو د راایستلو او پروسس په برخه کي د خصوصي شرکتونو هڅول دي.

 

نوموړي وویل چې د افغانستان د طبیعي زېرمو سم مدیریت د هېواد له اقتصادي پرمختګ سره مرسته کولی شي. د هغه په وینا، د کانونو په برخه کي د روڼتیا، اسانتیاوو او د پانګونې لپاره د مناسبو شرایطو برابرول ضروري دي.

 

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو رئیس محمد یعقوب جاوید وویل چې کانونه د افغانستان په اقتصاد کي مهم ځای لري او دغه نندارتون د پانګوالو، سوداګرو، صنعتکارانو او د کانونو د برخې د ماهرینو د یوځای کېدو موقع برابروي.

 

هغه وویل چې افغانستان باید خپلې طبیعي زېرمې په مسلکي او مسؤلانه ډول وکاروي او د کانونو د راایستلو لپاره له نوې ټکنالوژۍ ګټه واخلي. جاوید زیاته کړه چې د خامو معدني موادو د خرڅولو پر ځای باید په هېواد کي د هغو پروسس ته پام وشي، څو د کار روزګار موقعې زیاتې او د هېواد اقتصاد پیاوړی شي.

 

په نندارتون کي د یوه خصوصي شرکت استازي وویل چې افغانستان پراخې طبیعي زېرمې لري او که په دې برخه کي پانګونه وشي، په راتلونکو کلونو کي به د هېواد اقتصادي حالت ښه شي.

 

نوموړي وویل چې په افغانستان کي کورنیو او بهرنیو شرکتونو ته د کانونو د راایستلو موقعې برابرې شوې دي. د مس عینک د پروژې استازي حمیدالله ستانکزي هم دغه نندارتون د افغانستان د کانونو او صنعت لپاره مهم وباله.

 

هغه وویل چې دا ډول نندارتونونه شرکتونو او پانګوالو ته موقع ورکوي چې خپلې تجربې او نظریې له یو بل سره شریکې کړي او د ګډ کار لارې چارې ولټوي.

 

افغانستان د مسو، اوسپنې، سرو زرو، لیتیم، کرومایټ او نورو معدني موادو زېرمې لري، خو د دغو زېرمو د راایستلو او پروسس په برخه کي د پانګونې، برېښنا، ټرانسپورټ او تخنیکي اسانتیاوو کمښت له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.