لاهور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ لوبډلې لوبغاړي شاداب خان د انګلستان پر وړاندې په یوه په زړه پورې سیالۍ کې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهم رول ولوباوه او په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې یې یو نوی ریکارډ هم جوړ کړ.
د درې اړخیزو سیالیو په څلورمه یو ورځنۍ لوبه کې پاکستان د ۲۴۲ منډو هدف د لوبې په وروستي پړاو کې پوره کړ او انګلستان ته یې په یوه وېکټه ماتې ورکړه. شاداب خان، چې په اتم نمبر د بېټنګ لپاره میدان ته راغلی وو، په ۹۶ توپونو ناسوځېدلې ۱۱۳ منډې جوړې کړې او خپله لوبډله یې له ماتې وژغورله.
دا د شاداب خان په یو ورځني کرکټ کې لومړۍ سلیزه وه، خو د ده دا کارنامه یوازې تر سلیزې محدوده پاتې نه شوه، بلکې په دې سره یې یو نړیوال ریکارډ هم جوړ کړ. شاداب خان په یو ورځنیو سیالیو کې په اتم یا تر هغه ښکته نمبر د بېټنګ کولو پر مهال د تر ټولو زیاتو انفرادي منډو ریکارډ په خپل نوم کړ.
نوموړي له حارث رؤف سره په ګډه د پاکستان د لوبډلې د وروستۍ، یعنې لسمې وېکټې لپاره ۸۹ منډې هم جوړې کړې. دې ملګرتیا په یو ورځنیو سیالیو کې د هدف د پوره کولو پر مهال د لسمې وېکټې د ملګرتیا ۵۱ کلن ریکارډ مات کړ.
تر دې وړاندې د ویسټ انډیز لوبغاړو ډېریک موري او انډي رابرټس په ۱۹۷۵ کال کې د نړیوال جام پر مهال د پاکستان پر وړاندې د لسمې وېکټې لپاره ناسوځېدلې ۶۴ منډې جوړې کړې وې. ویسټ انډیز هغه لوبه په یوه وېکټه ګټلې وه.
د یادونې وړ ده چې ویسټ انډیز په هماغه نړیوال جام کې د اتلولۍ جام هم ګټلی وو. د شاداب خان او حارث رؤف ملګرتیا یو ځل بیا وښوده چې په کرکټ کې تر وروستۍ وېکټې پورې د لوبې پایله بدلېدای شي.


شال نیوز