تهران (شال نیوز) : د ایران د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له پاکستان سره د سرحدي ستونزو د هواري په موخه ډیپلوماټیکې هڅې روانې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ خبرو اترو مثبتې پایلې لرلې دي.
د دغه وزارت ویاند، اسمعیل بقايي د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته ویلي، پاکستاني چارواکو د سرحدي ستونزو لامل په لومړي سر کې تخنیکي نیمګړتیاوې بللې وې او د اړوندو سیسټمونو د اصلاح او نوي کولو موضوع یې مطرح کړې وه.
د نوموړي په وینا، اسلاماباد د تخنیکي ستونزو ترڅنګ امنیتي اندېښنې هم شریکې کړې دي. پاکستاني چارواکو ادعا کړې چې د یو شمېر ترهګریزو بریدونو د ترسره کېدو پلانونه موجود وو او ځینې یې عملي کېدو ته نږدې شوي وو.
ایراني چارواکو هیله څرګنده کړې چې پاکستان به د سرحدي چارو پر وړاندې شته خنډونه ژر له منځه یوسي او د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ به اړوندې ستونزې د خبرو له لارې حل شي.
نوموړي زیاته کړې چې تهران له پاکستان سره د خبرو دوام مهم بولي او تمه لري چې د ګډو هڅو په پایله کې به روانې ستونزې هوارې شي.


شال نیوز