میرام شاه (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان ډپټي کمشنر محمد تیمور خان اپریدي په میرام شاه کي د یونس خان سپورټس کمپلېکس او نورو سرکاري سپورټي میدانونو د کتنې پر مهال د غیرقانوني تعمیراتو د سمدستي بندولو حکم کړی دی.
د ضلعي انتظامیې په وینا، ډپټي کمشنر اړوندو افسرانو ته ویلي چې له سپورټي میدانونو دې کثافات او غیرضروري سامان لرې کړي او د صفایۍ او د باراني اوبو د ایستلو انتظامات دې ښه کړي.
نوموړي ویلي چې سرکاري سپورټي میدانونه د ځوانانو د لوبو لپاره دي او باید د غیرقانوني قبضو او تعمیراتو مخه ونیول شي. ډپټي کمشنر د اړوندو محکمو ترمنځ د همکارۍ او د میدانونو د ساتنې لپاره د عملي ګامونو اخیستو لارښوونه هم کړې ده.
تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې د غیرقانوني تعمیراتو مسئول کسان څوک دي او د دغو تعمیراتو د لرې کولو لپاره به کله کارروایي کېږي.


شال نیوز