کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان یو شمېر قومي مشرانو د صوبايي اسمبلۍ د هغه قرارداد مخالفت کړی چې پکی د سردارۍ او نوابۍ د نظام د ختمولو غوښتنه شوې ده.

 

نواب محمد خان شاهواني او سردار کمال خان بنګلزۍ د یکشنبې په ورځ په کوټه کي د نورو قومي مشرانو سره په ګډه پریس کانفرنس کي ویلي چې د صوبايي اسمبلۍ په یوه قرارداد د سردارۍ او نوابۍ پخوانی نظام نه شي ختمېدای.

 

دوی ویلي چې د سردارۍ او نوابۍ رواج له پېړیو راهیسې د بلوچستان د قبایلي ټولنې برخه ده او د دې نظام د ختمولو لپاره یوازې د اسمبلۍ قرارداد کافي نه دی.

 

نواب محمد خان شاهواني ویلي چې که یو سردار یا د هغه ملګری په غیرقانوني کارونو کي لاس لري، نو حکومت دې د قانون مطابق ورسره کارروایي وکړي، خو د یوه کس د غلط کار ذمه واري دې پر ټول قبایلي نظام نه اچوي.

 

د قومي مشرانو په وینا، په بلوچستان کي د جرګو او مقامي مشرانو په مرسته د خلکو ډېرې شخړې حل شوې دي او دغه دود لا هم په قبایلي سیمو کي خپل اهمیت لري.

 

سردار کمال خان بنګلزۍ ویلي چې که حکومت د سردارۍ نظام ختمول غواړي، نو باید د دې پرېکړې قانوني او ټولنیز علتونه خلکو ته څرګند کړي. نوموړي ویلي چې خلکو ته په وخت او ارزانه انصاف رسول د حکومت ذمه واري ده.

 

قومي مشرانو دا هم ویلي چې په بلوچستان کي د امن ټینګښت، د تعلیم او صحت اسانتیاوې برابرول او د خلکو د ستونزو حل کول د حکومت کار دی.

 

د بلوچستان په سیاسي او ټولنیزو حلقو کي د سردارۍ نظام د ختمولو پر سر بحثونه روان دي. د دې نظام مخالفین د قبایلي مشرانو د واک د محدودولو او د قانون د یو شان عملي کېدو غوښتنه کوي، خو د نظام پلویان وايي چې سرداران او قومي جرګې د مقامي شخړو په حل کولو کي مهم کردار لري.