بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بنو ضلعه کي پولیسو د امنیتي ستونزو د حل او د جرمونو د مخنیوي لپاره له صوبايي حکومت څخه د ۲۵۰۰ نورو پولیس اهلکارو او دوو نویو تاڼو د جوړولو غوښتنه کړې ده.
د بنو ضلعي پولیس افسر شفیع الله خان ګنډاپور د صدر تاڼې په یوه غونډه کي ویلي چې په ضلعه کي د امنیتي حالاتو د ښه کولو لپاره د پولیسو موجوده شمېر کافي نه دی او نورو اهلکارو ته اړتیا ده.
نوموړي ویلي چې د بنو د سېف سټي منصوبې د بشپړولو لپاره هم کار روان دی او هڅه کېږي چې دا منصوبه په راتلونکې یوه میاشت کي بشپړه شي.
د دې منصوبې له مخې به د ښار په بېلابېلو برخو کي امنیتي کېمرې لګول کېږي او د څارنې د نظام له لارې به د جرمونو د مخنیوي او په جرمونو کي د ککړو کسانو د پېژندلو هڅې کېږي.
شفیع الله ګنډاپور ویلي چې پولیس به د نشه يي توکو د خرڅوونکو، غلو او په نورو جرمونو کي د ککړو کسانو خلاف کارروایۍ جاري ساتي.
هغه له خلکو غوښتي چې د امن په ساتلو کي له پولیسو سره مرسته وکړي او د مشکوکو کسانو او فعالیتونو په اړه ورته معلومات ورکړي.
د بنو د پولیسو مشر دا هم ویلي چې پولیسو ته یې د خلکو د کورونو او شخصي ژوند د احترام کولو لارښوونه کړې او بې ګناه خلک به نه ځورول کېږي.
نوموړي د مقامي امن کمېټو او پولیسو ترمنځ د همکارۍ پر زیاتولو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د امن د ټینګښت لپاره د ولس مرسته ضروري ده. په دې غونډه کي د بنو قومي مشرانو، د مدني ټولنې استازو او د پولیسو چارواکو ګډون کړی و.
بنو د خېبر پښتونخوا له هغو ضلعو څخه ده چې په وروستیو کلونو کي پکی پر پولیسو او امنیتي ځواکونو بریدونه شوي دي.
د بنو پولیسو د اضافي اهلکارو او نویو تاڼو غوښتنه کړې، خو تر اوسه صوبايي حکومت د دې غوښتنو د منظورولو یا د عملي کولو لپاره د بودیجې د ورکولو اعلان نه دی کړی.


شال نیوز