لاهور (شال نیوز) : د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) وايي، د پاکستان او انګلستان ترمنځ په لاهور کې کېدونکې یو ورځنۍ نړیواله لوبه یې د ښځو د سینې سرطان په اړه د پوهاوي لوړولو په نوم کړې ده.

 

د بورډ په وینا، د پاکستان لوبډله به د اکتوبر پر ۲۵مه د انګلستان پر وړاندې په یو ورځنۍ نړیواله لوبه کې ګلابي یونیفورم واغوندي، چې موخه یې د سینې سرطان په اړه د عامه پوهاوي زیاتول دي.

 

پي سي بي وايي، دا نوښت یې له پنک ربن ادارې سره په ګډه پیل کړی او د دې کمپاین په لړ کې یې د ځانګړو فین شرټونو د لیلام اعلان هم کړی دی.

 

د بورډ د معلوماتو له مخې، د پاکستان د لوبډلې د لوبغاړو شاهین اپریدي او بابر اعظم لاسلیک شوي شرټونه به لیلام ته وړاندې شي او له لیلامه ترلاسه کېدونکې پیسې به د سینې سرطان د هغو ښځینه ناروغانو پر درملنه ولګول شي چې د درملنې لګښتونه نه شي پوره کولای.

 

د پي سي بي په وینا، د دې لیلام موخه د اغېزمنو ښځو مرسته او د هغوی د درملنې لګښتونو په برابرولو کې ونډه اخیستل دي. بورډ وايي، د دې نوښت له لارې به د کرکټ مینه‌وال هم د ځانګړو شرټونو د ترلاسه کولو ترڅنګ د اړمنو ناروغانو په ملاتړ او د ژوند ژغورنې په هڅو کې برخه واخلي.