ممبۍ (شال نیوز) : د هند د ممبۍ پولیسو د یو داسې ګواښوونکي ایمیل پلټنې پیل کړې دي چې پکی د بالیووډ د مشهور اداکار امیتاب بچن کور او د پنجابي سندرغاړي او اداکار دلجیت دوسانج کنسرټ ته د بم ایښودلو ګواښ شوی دی.

 

د ګلف نیوز د جمعې ورځې، ۲۳ اکتوبر، د راپور له مخې، په دغه ایمیل کي د ممبۍ په جوهو سیمه کي د امیتاب بچن د «جلسا» په نوم کور او د نومبر په ۲۷مه د مهالکشمي د اسونو د ځغاستې په میدان کي د دلجیت دوسانج راتلونکي کنسرټ یادونه شوې ده.

 

پولیس د ایمیل د لېږونکي د پېژندلو او د ګواښ د رښتینولۍ معلومولو هڅې کوي. تر اوسه د بم د موندلو یا د دې ګواښ په تړاو د چا د نیولو پخلی نه دی شوی.