اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د سینیټ قائم مقام چیئرمین سیدال خان ناصر ویلي چې د بلوچستان د برخې په وفاقي نوکریو کي به د لومړي نه تر ۱۶م ګریډ پورې خالي عهدې ډکېږي او د امیدوارانو لپاره د عمر حد تر ۳۵ کلونو پورې نرم شوی دی.

 

نوموړي د شنبې په ورځ، د اکتوبر په ۲۴مه، په اسلام اباد کي د پارلېمنټ په ودانۍ کي له بېلابېلو پلاوو سره د ملاقاتونو پر مهال د وفاقي حکومت د دې پرېکړې هرکلی کړی دی.

 

د پاکستان سرکاري خبري ادارې اې پي پي د راپور له مخې، سیدال خان ناصر ویلي چې د وزیراعظم دفتر په لارښوونو به د بلوچستان تعلیم یافته ځوانانو ته په وفاقي ادارو کي د خپلې صوبې د ټاکل شوې کوټې مطابق د نوکریو موقعې برابرې شي.

 

هغه ویلي چې د عمر د حد نرمولو سره به هغه کسان هم د نوکریو لپاره د درخواست ورکولو موقع ترلاسه کړي چې د عمر د پخواني حد له امله یې درخواستونه نه شوای ورکولای.

 

سیدال خان ناصر د بلوچستان د خلکو لپاره د وفاقي حکومت د مرکز جوړېدو هرکلی هم کړی او ویلي یې دي چې په دې سره به خلکو ته د وفاقي ادارو اړوند کارونو کي اسانتیاوې برابرې شي. په پاکستان کي د بلوچستان لپاره په وفاقي سرکاري نوکریو کي شپږ فیصده کوټه ټاکل شوې ده.

 

د وفاقي حکومت له خوا د دې کوټې مطابق د نوکریو د ورکولو موضوع له ډېرې مودې راهیسې د بلوچستان د سیاسي مشرانو او تعلیم یافته ځوانانو له مهمو غوښتنو څخه ده.

 

خو تر اوسه دا نه ده څرګنده شوې چې په وفاقي ادارو کي د بلوچستان د برخې څومره عهدې خالي دي، د کومو ادارو نوکرۍ به اعلانېږي او امیدواران به له کومې نېټې درخواستونه جمع کولای شي.