شمالي ډیره بګټي (شال نیوز) : د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي ویلي، د کوه سلیمان ډویژن د ټولو ډویژنل پوسټونو منظوري ورکړل شوې او پر منظور شوو پوسټونو به ډېر ژر افسران او نور کارکوونکي وګومارل شي. نوموړي وویل، په بلوچستان کې د خلکو تر دروازو د حکومتي ادارو د رسولو او اسانتیاوو برابرولو لپاره د کوچنیو انتظامي واحدونو جوړول اړین دي.
په شمالي ډیره بګټي کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان اعلا وزیر میر سرفراز بګټي وویل، د بلوچستان ځانګړو حالاتو ته په کتو اړینه ده چې انتظامي جوړښت د خلکو د اړتیاوو مطابق برابر شي. د نوموړي په وینا، په بلوچستان کې د نویو صوبو ترڅنګ د کوچنیو ډویژنونو او ضلعو جوړولو ته هم اړتیا ده، څو خلک په اسانه توګه ملکي ادارو او بېلابېلو حکومتي څانګو ته لاسرسی ولري.
میر سرفراز بګټي وویل، په هېواد کې د کوچنیو انتظامي واحدونو د جوړولو بحث اوس پیل شوی، خو ده دا بهیر دوه کاله وړاندې پیل کړی و. نوموړي زیاته کړه، څومره چې انتظامي واحدونه کوچني وي، په هماغه اندازه به خلکو ته حکومتي ادارو ته لاسرسی اسانه شي او د سرکاري خدمتونو په وړاندې کولو کې به ښه والی راشي.
د بلوچستان اعلا وزیر وویل، حکومت هڅې کوي چې رکھني د بلوچستان په یوه مثالي ډویژن بدله او د پرمختګ په ډګر کې یې مخکښې کړي. د ده په وینا، رکھني ته باید ډېر پخوا د ډویژن درجه ورکړل شوې وای، خو اوس هلته پرمختیایي چارې پیل شوې دي او د سیمې د پرمختګ او د یوه مثالي ډویژن جوړولو لپاره به ټولې هڅې وشي
هغه وویل، په رکھني کې د پرمختیایي چارو د بهیر د فساد، مافیا او کمېشن له لعنت څخه د پاک ساتلو لپاره سختې لارښوونې شوې دي. نوموړي زیاته کړه، د روڼتیا د یقیني کولو لپاره د مواصلاتو او تعمیراتو محکمه پخپله پرمختیایي چارې ترسره کوي، څو ولسي پیسې په سمه توګه ولګول شي.
د خبري غونډې پر مهال اعلا وزیر بلوچستان په ګوادر کې د یوې تعمیراتي کمپنۍ پر ودانۍ د برید د هڅې شنډولو په اړه د امنیتي ځواکونو اقدامات وستایل. هغه وویل، په بلوچستان کې د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان د وسلهوالو ځواکونو، فرنټیر کور او پولیسو قربانۍ او فعالیتونه د ستاینې وړ دي
میر سرفراز بګټي وویل، له اګست میاشتې وروسته په بلوچستان کې د ترهګریزو پېښو په رجحان کې کموالی یوه مثبته پرمختیا ده. نوموړي د ترهګرۍ پر ضد د امنیتي ځواکونو اقدامات وستایل او ویې ویل چې په صوبه کې د امن او امان د ټینګښت لپاره د امنیتي ادارو هڅې روانې دي
د بلوچستان اعلا وزیر ټینګار وکړ چې په صوبه کې د انتظامي جوړښت د لا اغېزمن کولو، خلکو ته د هغوی تر دروازو د حکومتي اسانتیاوو رسولو او په پرمختیایي پروژو کې د روڼتیا د یقیني کولو لپاره به هڅې روانې ساتل کېږي


نعيم اچکزئي