دوبۍ (شال نیوز) : افغانستان د متحده عربي اماراتو په درې اړخیزه یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ کې بنګلهدېش ته په اوو وېکټو ماتې ورکړې او د جمعې ورځې پایلوبې ته یې لاره وموندله. د دې بریا سره افغانستان پر بنګلهدېش په یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې پرلهپسې پنځمه بریا هم خپله کړه.
په دې لوبه کې بنګلهدېش لومړی توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله یې د ۱۶۰ منډو په جوړولو وسوځېده. د افغانستان له لوري راشد خان څلور وېکټې واخیستې، په داسې حال کې چې یمین احمدزي او عظمت الله عمرزي دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
بنګلهدېش د لوبې په لومړیو اوو اورونو کې یوازې د ۲۸ منډو په جوړولو څلور وېکټې له لاسه ورکړې. پروېز حسین ایمون او سیف حسن د پنځمې وېکټې لپاره د ۹۳ منډو ملګرتیا وکړه او د لوبډلې د منډو شمېر یې ورپورې ورساوه. ایمون ۷۰ منډې جوړې کړې، خو د راشد خان له خوا وسوځول شو. سیف حسن ۳۵ منډې وکړې او د محمد نبي ښکار شو.
راشد خان د بنګلهدېش د وروستیو لوبغاړو وېکټې هم واخیستې او خپله یې په لوبه کې څلور وېکټې بشپړې کړې. افغانستان د ۱۶۱ منډو هدف ته د رسېدو لپاره لوبه پیل کړه، خو رحمان الله ګربز او صدیق الله اتل ژر وسوځېدل.
ابراهیم ځدراڼ او د لوبډلې کپتان رحمت شاه د درېیمې وېکټې لپاره ۵۶ منډې جوړې کړې. ځدراڼ ۳۴ منډې وکړې، خو د مستفیض الرحمن له خوا وسوځول شو. له دې وروسته رحمت شاه او حشمت الله شهیدي د ۶۶ منډو نه ماتېدونکې ملګرتیا وکړه او افغانستان یې په ۳۵ اعشاریه درې اورونو کې د درېیو وېکټو په زیان هدف ته ورساوه.
رحمت شاه ۶۷ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې، چې په ۹۰ توپونو کې یې پنځه څلوریزې هم وهلې وې. حشمت الله شهیدي بیا په ۵۴ توپونو ۳۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې. د دې بریا په پایله کې افغانستان د جمعې ورځې پایلوبې ته ووت، چېرې به له زیمبابوې سره مخامخ شي. بنګلهدېش بیا له سیالیو بهر شو.


شال نیوز