لاهور (شال نیوز) : د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزو سیالیو په لړ کې د انګلستان او سریلانکا پرله‌ پسې ماتولو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا (آی سي سي) د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌بندۍ کې اسټرالیا شاته پرېښوده او څلورم مقام ته پورته شوه.

 

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، پاکستان اوس په دغه درجه‌بندۍ کې ۱۰۳ نومرې لري، په داسې حال کې چې اسټرالیا ترې لاندې مقام ته تللې ده. پاکستان د سه‌شنبې په ورځ په درې اړخیزو سیالیو کې انګلستان ته په ۸۷ منډو ماتې ورکړه او په دې توګه یې په سیالیو کې د بریاوو لړۍ روانه وساتله.

 

د ايي سي سي د یو ورځنیو سیالیو په درجه‌بندۍ کې هند د ۱۱۵ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، نیوزیلنډ د ۱۰۹ نومرو په لرلو سره دویم او سویلي افریقا د ۱۰۴ نومرو په لرلو سره درېیم مقام لري.

 

پاکستان ته د درجه‌بندۍ په جدول کې دا پرمختګ په داسې وخت کې په برخه شوی، چې لوبډلې یې په درې اړخیزو سیالیو کې پرله‌پسې بریاوې ترلاسه کړې دي.