راولپنډۍ (شال نیوز) : د درې اړخیزې یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ په درېیمه لوبه کې د انګلستان لوبډلمشر هري بروک د سریلانکا پر وړاندې په زړه پورې دوه سوه منډې وکړې او د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو په ګډون یې څو ریکارډونه مات کړل، خو د نوموړي دا تاریخي لوبه انګلستان له ماتې ونه ژغورله.

 

هري بروک په یوازې ۱۱۶ توپونو دوه سوه منډې بشپړې کړې او په دې توګه یې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو د چټکو دوه سوه منډو ریکارډ جوړ کړ. تر دې وړاندې د هند لوبغاړي شبمن ګیل د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر پر ۳۰مه د ویسټ انډیز پر وړاندې په ۱۱۷ توپونو دوه سوه منډې کړې وې.

 

بروک په خپله توپوهنه کې ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې ووهلې. نوموړي په ۷۵ توپونو خپله سلیزه بشپړه کړه او ورپسې یې په ۳۹ توپونو نورې ۱۰۰ منډې وکړې. د انګلستان لوبډلمشر د نارینه وو په یو ورځني کرکټ کې د خپلې لوبډلې لپاره د تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ریکارډ هم خپل کړ. هغه د پخواني انګلیسي لوبډلمشر بن سټوکس ریکارډ مات کړ، چې د نیوزیلنډ پر وړاندې یې ۱۸۲ منډې کړې وې.

 

بروک په پاکستان کې د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې د یوې پاڼۍ تر ټولو ډېرو منډو جوړولو ریکارډ هم مات کړ. تر ده مخکې د سویلي افریقا پخواني لوبغاړي ګېري کرسټن په ۱۹۹۶ کال نړیوال جام کې په راولپنډۍ کې د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ۱۸۸ منډې کړې وې.

 

نوموړی د انګلستان لومړنی لوبډلمشر هم شو چې په یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې دوه سوه منډې کوي. هري بروک د ویسټ انډیز له پخواني لوبغاړي کریس ګېل وروسته دویم لوبغاړی هم شو چې په ټېسټ کرکټ کې درې سوه، په یو ورځنیو سیالیو کې دوه سوه او په شل اوریزو نړیوالو لوبو کې سلیزه وهي.

 

د بروک د غوره توپوهنې پر مټ انګلستان سریلانکا ته د ۴۳۰ منډو هدف وټاکه، خو سریلانکا دغه هدف د لوبې په وروستي اور کې، د یوې توپ په پاتې کېدو، پوره کړ او لوبه یې وګټله. د انګلستان له خوا جوړ شوی ۴۲۹ منډو مجموعه په پاکستان کې د یو ورځني کرکټ په تاریخ کې د یوې لوبډلې تر ټولو لوړه مجموعه هم بلل شوې ده.

 

تر دې وړاندې پاکستان په ۲۰۱۵ کال کې د زیمبابوې پر وړاندې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ۳۷۵ منډې کړې وې.