ممبۍ (شال نیوز) : د هند پولیسو د بالیووډ پر اداکار ټایګر شروف د برید په تړاو درې کسان نیولي دي. هندي رسنۍ وايي، دغه کسان د راجستان ایالت په کوټا رېلوې سټېشن کې هغه مهال نیول شوي، چې په اورګاډي کې یې د تېښتې هڅه کوله.

 

د راپورونو له مخې، په نیول شویو کسانو کې د دوو کسانو تړاو له هریانا ایالت او د یوه بل د بهار ایالت سره دی.هندي رسنۍ د پولیسو له قوله وايي، چې نیول شوي کسان د لارنس بشنوۍ له ډلې سره تړاو لري.

 

دا کسان وروسته له هغې نیول شوي، چې تېره ورځ د ممبۍ ښار په جوهو سیمه کې د ټایګر شروف پر موټر ډزې وشوې. د راپورونو له مخې، دغه پېښه هغه مهال شوې، چې شروف د فوټبال له لوبې وروسته له سیمې څخه روان و.

 

په پېښه کې ټایګر شروف ته زیان نه دی رسېدلی، خو د هغه د موټر چلوونکی او یو بل کس ټپیان شوي دي. تر اوسه د نیول شویو کسانو د هویت او پر هغوی د لګول شویو تورونو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره شوي.