ملیشیا (شال نیوز) : د جونیر هاکي د سلطان اف جوهر په سیالیو کې کوربه ملېشیا پاکستان ته په یوه په زړه پورې لوبه کښې د ۲ په مقابله کې د ۳ ګولونو ماتې ورکړې ده.
پاکستاني لوبډلې د لوبې تر ۵۴مې دقیقې پورې د یو په مقابله کې د دوو ګولونو برلاسی لرلو، خو ملېشیا په وروستیو شپږو دقیقو کې دوه ګولونه وکړل او لوبه یې وګټله.
دا لوبه د ملېشیا په جوهر بهارو ښار کې شوې ده. د لوبې په لومړۍ کې دواړو لوبډلو ګول ونه کړ، خو په ۲۱مه دقیقه کې د ملېشیا لوبغاړي ناونیش پانیکر ګول وکړ او خپله لوبډله یې مخکې کړه.
د پاکستان له خوا عادل په ۳۶مه دقیقه کې ګول وکړ او لوبه یې یو ـ یو برابره کړه. نوموړي په ۴۳مه دقیقه کې خپل دویم ګول وکړ او پاکستان ته یې د یوه په مقابله کې د دوو ګولونو برلاسی ورکړ.
خو د پاکستان لوبډلې ته ستونزه هغه وخت پېښه شوه، چې په ۵۱مه دقیقه کې رانا ولید ته سور کارت ورکړل شو او پاکستان پاتې لوبه له یوه لوبغاړي پرته ترسره کړه.
ملېشیا له دې موقع ګټه پورته کړه او په ۵۵مه دقیقه کې محمد صالح ګول وکړ او لوبه یې دوه ـ دوه برابره کړه. دوه دقیقې وروسته، په ۵۷مه دقیقه کې ناونیش پانیکر خپل دویم او د لوبډلې درېیم ګول وکړ او ملېشیا ته یې بریا ورکړه.
پاکستان په وروستیو شېبو کې هڅه وکړه، چې لوبه برابره کړي، خو بریالی نه شو. پاکستان به د سلطان آف جوهر جونیر هاکي ټورنمنټ په راتلونکې لوبه کې د جمعې په ورځ له جاپان سره مخامخ شي.


شال نیوز