اورکزي (شال نیوز) : د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید وايي، د اورکزیو په ګډون د صوبې په ضم شویو او جنوبي ضلعو کې د امن د ټینګښت لپاره هر اړخیز پلان جوړ شوی او د عملي کولو لپاره یې هڅې روانې دي.

 

نوموړي د چهارشنبې په ورځ د اورکزیو د سفر پر مهال له لوړپوړو پولیسو افسرانو او د سیمې له مشرانو سره تر لیدنو وروسته رسنیو ته وویل، هیله لري چې د امن د بحالۍ لپاره د روانو هڅو مثبتې پایلې به څرګندې شي.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر ذوالفقار حمید د سفر پر مهال د اورکزیو، هنګو او کوهاټ د پولیسو د مشرانو په ګډون د امنیتي چارواکو د یوې غونډې مشري هم وکړه.

 

په غونډه کې نوموړي ته په سیمه کې د امنیتي وضعیت او د امن او امان په اړه معلومات ورکړل شول. هغه د شخړو د هواري د بدیلې لارې له غړو د سیمې له مشرانو سره هم ولیدل.

 

د سیمې مشرانو ډاډ ورکړ چې د امن د ټینګښت لپاره به له پولیسو سره هر ډول ممکنه همکاري وکړي. ښاغلي حمید وویل، د ضم شویو او جنوبي ضلعو لپاره د یوې لویې مالي پیکج اعلان شوی، چې د ده په وینا، د پاکستان د وزیراعظم د سفر پر مهال به یې رسمي اعلان وشي.

 

هغه زیاته کړه چې د اورکزیو لپاره د دوو تر دریو اربو پاکستانيو روپیو د کڅوړې پر جوړولو کار روان دی، چې د پولیسو لپاره د نوې ودانۍ جوړول هم پکې شامل دي.

 

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر دا هم وویل چې د پولیسو د سرتېرو د معاشونو د دوه برابره کولو او د دندې پر مهال د وژل شویو پولیسو د کورنیو لپاره د مالي مرستو د کڅوړې په اړه هم کار روان دی.

 

د نوموړي په خبره، په ضم شویو ضلعو کې به د انضمام تر مخه د لیویز او خاصه‌دارو د وژل شویو سرتېرو کورنۍ هم په دې کڅوړه کې شاملې شي.

 

ذوالفقار حمید وویل، د پولیسو د شهیدانو د ماشومانو د ګومارنې او د هغوی د ستونزو د هواري لپاره به هم ګامونه پورته شي. هغه ټینګار وکړ چې د امن د بحالۍ لپاره ټول شته وسایل په کار اچول کېږي.