کوټه: د بلوچستان فرنټیر کور (ایف سي) چارواکو په کوټه ښار کې په بېلابېلو سیمو کې مېشتو افغان کډوالو ته لارښوونه کړې چې په راتلونکو اوو ورځو کې پاکستان پرېږدي او افغانستان ته ستانه شي.
د معلوماتو له مخې، ۲۰۲۶۔۱۰۔۱۷ افغان کډوالو ته ویل شوي چې په ټاکل شوې موده کې دې خپل کورونه او دوکانونه خالي کړي او له خپلو کورنیو سره دې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.
په دې لارښوونه کې بوسه منډۍ، سټلایټ ټاون، پښتون آباد، حاجي غیبي روډ، خیبر دره، کلی دراني، رحمت کالوني، اسماعیل کالوني، رشید چوک، تارو چوک، ملا عبدالسلام، سریاب روډ، جتک سټاف او شاوخوا سیمې شاملې دي.
د ایف سي بلوچستان چارواکو په وینا، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر مهال به له هغوی سره نامناسب او غیر انساني چلند نه کېږي، بلکې د هغوی د سر، مال او عزت د خوندیتوب لپاره به لازم اقدامات ترسره شي.
چارواکو له اړوندو افغان کورنیو غوښتي چې په ټاکل شوې اووه ورځنۍ موده کې خپل معاملات بشپړ کړي او په عزت او سولهییز ډول افغانستان ته ستنې شي.


نعيم اچکزئي