کابل (شال نیوز) : د راه فردا راډیو او ټلوېزیون وايي، د تېر سپټمبر میاشتې ۶مه یې خپرونې ودرول شوې او اوس د طالبانو عدلیې وزارت په کابل کې د دوی دفتر تړلی دی.

 

دغې رسنۍ په یوه اعلامیه کې اعلان کړی چې د فعالیت جواز یې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له‌خوا صادر شوی، خو تر اوسه یې د دفتر د بېرته پرانیستلو او خپرونو د بیا پیل لپاره اغېزمن ګامونه نه دي اخیستل شوي.

 

اعلامیه کې راغلي، دوی هېڅ راز خپرنیزه سرغړونه نه ده کړې. دوی د طالبانو له اړوندو ادارو وغوښتل چې د دفتر د بېرته پرانیستلو، خپرونو د بیا پیل او د رسنۍ د فعالیت د دوام لپاره عملي اقدامات وکړي.

 

د راه فردا خصوصي ټلوېزیون د پخواني قوماندان، حاجی محمد محقق پورې تړاو لري. د طالبانو د تېرې سپټمبر میاشتې په ۶مه د دې ټلوېزیون په خپرونو بندیز ولګاوه، خو دفتر یې ورته اوس دفتر تړلی دی.

 

طالبانو په هماغه ورځ د دې شبکې رئیس او د امتیاز خاوند، سلمان اخلاقي هم نیولی و، خو بېرته یې خوشې کړی دی. طالبانو د دې رسنۍ شتمنۍ مصادره او ځمکنی ټرانسمیټر یې غیر فعال کړی دی.

 

ورته مهال، د افغانستان د خبریالانو مرکز په ګډون بېلابېلو بنسټونو د دغه ټلوېزیون تړل کېدل او د شتمنیو مصادره کول غندلي دي.