اوټاوا (شال نیوز) : د کاناډا د البرټا صوبې خلکو په یوه ټولپوښتنه کي له کاناډا څخه د بېلېدو مخالفت کړی دی. د کاناډا دولتي خپرندویې ادارې سي بي سي د راپور له مخې، د دوشنبې په شپه د ۳۳ سلنه رایو تر شمېرل کېدو وروسته، ۷۶ سلنه خلکو له کاناډا سره د پاتې کېدو ملاتړ کړی و.
د لومړنیو نتیجو له مخې، ۲۳ سلنه خلکو د دې ملاتړ کړی چې له کاناډا څخه د البرټا د بېلېدو په اړه د قانوني ټولپوښتنې لپاره لاره هواره شي. د کاناډا وزیراعظم مارک کارني د نتیجو هرکلی کړی دی.
د البرټا وزیراعلی ډانیل سمیت هم ویلي چې د لومړنیو نتیجو له مخې د صوبې زیاتره خلک غواړي د کاناډا برخه پاتې شي. البرټا د کاناډا په لوېدیځ کي یوه مهمه صوبه ده چې د تېلو او ګازو لویې زېرمې لري.
په دې صوبه کي له تېرو څو کلونو راهیسې له مرکزي حکومت سره د مالیاتو، د تېلو او ګازو د کاروبار او د صوبايي واکونو پر سر اختلافونه روان دي. دغو اختلافونو په البرټا کي له کاناډا څخه د بېلېدو غوښتنې هم راپورته کړې دي.
خو د بېلتون مخالفین وايي چې له کاناډا څخه جلا کېدل به د البرټا تجارت، اقتصاد او له نورو صوبو سره اړیکو ته زیان ورسوي. دا ټولپوښتنه قانوني پابندي نه لري او نتیجې یې په خپله د صوبې په حیثیت کي بدلون نه شي راوستلی.
د وروستیو نتیجو د اعلان تر وخته د رایو شمېرنه لا روانه وه.


شال نیوز