باجوړ (شال نیوز) : د باجوړ ضلعې د سالارزو تحصیل په کوهي سیمه کي د ناڅرګنده وسله والو په ډزو د مسلم لیګ (ن) یو کارکن وژل شوی دی.
پولیس وايي، وژل شوی کس ګل رحیم نومېده، چې د حاجي وزیر زوی و او د ودانیو جوړولو کاروبار یې کاوه. د باجوړ ډي اېس پي سعید الرحمان پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې پولیسو یې پلټنې پیل کړې دي.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې ګل رحیم ولې وژل شوی او څوک یې په وژنه کي لاس لري. پولیسو د پېښې په تړاو د چا د نیولو خبر نه دی ورکړی.


حسبان الله باجوړې