لاهور (شال نیوز) : د پنجاب په لاهور ښار کي چارواکو له یو لک زیاتې نیول شوې بادیوۍ او زرګونه چرخۍ مانجه تارونه سوځولي دي. د چارواکو په وینا، دغه بادیوۍ او مانجه تارونه د غیرقانوني بادیوۍ الوځولو پر ضد د کارروایو پر مهال نیول شوي وو.
راپورونه وايي، دغه سامان د راوي سیند له زاړه پله سره نږدې د یوه سینئر سول جج تر څارنې لاندې سوځول شوی دی. په سوځول شوي سامان کي ۳ زره او ۹۳۰ چرخۍ تارونه، ۲ زره او ۲۷۹ چرخۍ کاغذي تارونه او یو زر او ۷۳۷ چرخۍ په کیمیاوي موادو پوښل شوي مانجه تارونه شامل وو.
چارواکي وايي، د دې کارروایۍ مقصد د غیرقانوني بادیوۍ الوځولو مخنیوی او د خطرناکو مانجه تارونو له امله د مرګ ژوبلې د پېښو کمول دي. مانجه تارونه، چې ځینې یې په ښیښه او کیمیاوي موادو تېره کړل شوي وي، په ځانګړي ډول د موټرسایکل سپرو لپاره خطرناک دي.
په پنجاب کي له دې وړاندې هم د مانجه تارونو له امله د خلکو د مرګ ژوبلې پېښې شوې دي او چارواکو یې د مخنیوي لپاره کارروایۍ کړې دي.


شال نیوز