تاشکند (شال نیوز) : د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د منځنۍ ایشیا له پنځو هېوادونو سره د سي۵+۱ غونډې کي د ګډون لپاره ازبکستان ته رسېدلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دا غونډه د اکتوبر په ۱۹مه، د دوشنبې په ورځ، د ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، تاجکستان، ترکمنستان او امریکا د استازو په ګډون جوړه شي.
سي ۵+۱ د امریکا او د منځنۍ ایشیا د پنځو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي همکاریو د خبرو یو ګډ فورم دی. روبیو د اکتوبر په ۱۸مه د ازبکستان سمرقند ښار ته رسېدلی و، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بختیار سعیدوف یې هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د روبیو په ملتیا له ۲۰۰ څخه زیات امریکايي کاروباریان هم ازبکستان ته تللي دي. تمه ده چې په غونډه کي د تجارت، پانګونې، مهمو معدني وسایلو او امنیتي همکاریو پر پراختیا خبرې وشي. روبیو به د سیمې له چارواکو سره جلا لیدنې هم وکړي.
منځنۍ ایشیا د روسیې، چین او ایران ترمنځ پرته ده او امریکا هڅه کوي چې له دغو هېوادونو سره خپلې اقتصادي او سیاسي اړیکې پراخې کړي.


شال نیوز