کراچۍ (شال نیوز) : د پاکستانۍ فلم «کالا پانی» جوړونکو ویلي، چې دغه فلم له رسمي خپرېدو مخکې په کانز او دوو نورو نړیوالو فلمي فیسټیوالونو کې نندارې ته وړاندې شوی دی. فلم د سند فلمز تر سرلیک لاندې جوړ شوی، چې پروډیوسر یې نعمان النبي او ډایرکټر یې رانا کامران دی.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، «کالا پانی» د کانز فلم فېسټیوال، سټاکبرج فلم فېسټیوال او د سویل فلم او هنر اکاډمۍ فلم فېسټیوال کې نندارې ته وړاندې شوی دی. په دغه فلم کې مرزا ګوهر رشید، حرا ماني، عمر عالم، سلیم معراج او ثاقب سمیر، د نورو لوبغاړو ترڅنګ، رولونه لوبولي دي.
د فلم کیسه د یوه زنداني پر ژوند راڅرخي او په کې د ډرامې ترڅنګ د اکشن، سسپنس او غچ اخیستنې موضوعات هم شامل دي. د فلم ډایرکټر رانا کامران له جیو ډیجیټل سره په خبرو کې ویلي، چې «کالا پانی» یوازې یو فلم نه دی، بلکې په خپله هم د یوه کرکټر په څېر احساس ورکوي.
د هغه په وینا، د فلم کیسه د غچ اخیستنې پر محور راڅرخي او داسې عناصر لري، چې ښايي د نېټفلیکس او پرایم ویډیو په څېر انلاین خپرندویو پلیټفارمونو د لیدونکو پام ځان ته واړوي. ښاغلي کامران زیاته کړې، چې «کالا پانی» د دودیزو سوداګریزو فلمونو په بڼه نه وړاندې کېږي، بلکې د کیسې او جوړښت له پلوه ځانګړی سبک لري.
د راپور له مخې، د فلم د شوټینګ چارې د روان کال په مې میاشت کې بشپړې شوې او بېلابېلې صحنې یې د کراچۍ ښار په مختلفو سیمو کې ثبت شوې دي. ټاکل شوې، چې فلم د ۲۰۲۶ کال تر پایه خپور شي، خو د خپرېدو کره نېټه یې لا نه ده اعلان شوې. د ډایرکټر رانا کامران په وینا، د نومبر میاشتې په ترڅ کې یې د خپرېدو احتمال ډېر دی.
رانا کامران تر دې وړاندې هم په یو شمېر پاکستاني فلمونو کې د سینماټوګرافۍ یا د انځور اخیستنې د مشر په توګه کار کړی دی، چې په هغو کې «دیمک»، «نابالغ افراد»، «لوډ ویډینګ»، «وي آی پي»، «جن محل» او «نامعلوم افراد» شامل دي.


شال نیوز