د خېبر پښتونخوا د ۱۲ ضلعو د علاقایي نمائندګۍ او ترقياتي کونسل لپاره ۴۸ کسان نومول شوي دي. په دوی کي د بر جنوبي وزیرستان قومي مشر ملک عرفان الدین احمد برکي هم شامل دی. مجید بابر له ملک عرفان برکي سره په ځانګړې مرکه کي د نوي کونسل د جوړېدو، د هغې د اختیارونو، په جنوبي وزیرستان کي د امنيت، ترقياتي منصوبو او د مقامي خلکو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي. نوی کونسل به د خلکو په ژوند کي څه بدلون راولي؟ آیا نومول شوي مشران به د خپلو سیمو د مسئلو په حل کي عملي کردار ولري؟ د مجید بابر ځانګړې مرکه په شال نیوز کي وګورئ.