کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو ویلي چې د لایبه ستار او اسماء جتک په قضیو کي تورن کسان به ونیول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي، که هر څومره زورور او بااثره هم وي.

 

نوموړي په کوټه کي خبریالانو ته ویلي چې د قلات د لایبه ستار په قضیه کي مقدمه درج شوې او د کورنۍ له خوا څلور کسان پکی نومول شوي دي. د هغه په وینا، په دې قضیه کي دوه نیول شوي کسان وروسته له هغې خوشې شول چې د لایبه ستار کورنۍ په عدالت کي د روغې جوړې اسناد وړاندې کړل.

 

لانګو ویلي چې د نورو دوو تورنو کسانو د نیولو لپاره د پولیسو چاپې روانې دي. د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر د اسماء جتک د قضیې په اړه ویلي چې د مرکزي تورن د نیولو لپاره په کراچۍ او د پاکستان په نورو سیمو کي چاپې وهل کېږي.

 

هغه وویل: «اسماء جتک وي او که لایبه ستار، دواړه زموږ لوڼې او خویندې دي. حکومت د مظلوم ترڅنګ ولاړ دی.»

 

میر ضیاءالله لانګو ټینګار کړی چې د ښځو د خوندیتوب او حقونو په برخه کي به هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او د تورنو کسانو د نیولو په چارو کي به غفلت ونه زغمل شي. نوموړي د بلوچستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې حکومت به د دواړو قضیو تعقیب جاري ساتي.

 

تر اوسه دا نه ده څرګنده چې په دغو قضیو کي پاتې تورن کسان به کله ونیول شي.