واشنګټن (شال نیوز) : د امریکا د جګړې وزیر پیټ هېګسېت ویلي چې په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د شتون پر مهال شاوخوا ۵۰ هېوادونو خپل پوځیان لېږلي وو، خو یوازې پنځو هېوادونو په پوځي عملیاتو کي فعاله ونډه لرله.

 

هېګسېت د امریکا د ټینیسي پوهنتون د وینا پر مهال وویل چې له دغو پنځو هېوادونو هم یوازې یوه یا دوو په جنګي عملیاتو کي د پام وړ برخه اخیستې وه.

 

د هغه په وینا، په کابل کي د نړیوالو امنیتي مرستندویو ځواکونو، ایساف، په دفتر کي د شاوخوا ۵۰ هېوادونو بیرغونه ځړېدل، خو په جګړه کي د ټولو هېوادونو ونډه یو شان نه وه.

 

هېګسېت وویل، په پوځي اتحاد کي یوازې د یوه هېواد غړیتوب کافي نه دی، بلکې غړي هېوادونه باید روزل شوي پوځیان، پرمختللي وسایل او د جنګي عملیاتو وړتیا هم ولري. هغه د هغو هېوادونو نومونه نه دي اخیستي چې په افغانستان کي یې په جګړه کي تر نورو زیاته ونډه لرله.

 

د ناټو په مشرۍ ایساف ځواکونو په افغانستان کي له ۲۰۰۱ کال وروسته فعالیت پیل کړ. دغه پوځي ماموریت د ۲۰۱۴ کال په پای کي ختم شو او پر ځای یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ پروګرام پیل شو. دا پروګرام د ۲۰۲۱ کال په اګست کي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتلو او د طالبانو له بیا واکمنېدو سره پای ته ورسېد.