کابل (شال نیوز) : د طالبانو د عدلیې وزارت وايي، د کابل په پغمان ولسوالۍ کي ځانګړې محکمې نږدې ۱۲۲ جریبه ځمکه د حکومت ملکیت ګرځولې ده.
د وزارت په وینا، دغه ځمکه د پغمان په کوزه ارغندۍ سیمه کي ده او د ملکیت په سر یې د مقامي خلکو او حکومتي کمېسیون ترمنځ اختلاف موجود و.
د طالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کي ویل شوي چې د ځمکو د غصب د مخنیوي کمېسیون تر دې وړاندې هم دغه ځمکه سرکاري بللې وه، خو ځینو کسانو یې پرېکړه نه وه منلې.
له دې وروسته قضیه د ځمکو د قانون د ۱۷مې مادې له مخې ځانګړې محکمې ته وړاندې شوې وه. وزارت وايي، محکمې د دواړو خواوو د ملکیت اسناد، املاکي ریکارډونه او نور ثبوتونه کتلي او پرېکړه یې کړې چې ۱۲۱ جریبه او ۱۹ بسوې ځمکه د حکومت ملکیت دی.
د طالبانو حکومت وايي، په بېلابېلو ولایتونو کي د هغو ځمکو د معلومولو او بېرته ترلاسه کولو کار روان دی چې د دوی په وینا، خلکو په غیرقانوني توګه نیولې دي.
تر اوسه د هغو کسانو دریځ نه دی څرګند شوی چې د پغمان د یادې ځمکې د ملکیت دعوه یې کوله. دا هم نه ده معلومه چې پر دې ځمکه کورونه یا نورې ودانۍ شته او که نه.


شال نیوز