تایباد (شال نیوز) : د ایران د نړیوالو ټرانسپورټي کمپنیو د تنظیم مشر احسان ملک زاده ویلي چې د ایران او افغانستان ترمنځ د دوغارون پر سرحد ۲۲۷۱ باروړونکي ګاډي افغانستان ته د داخلېدو په انتظار ولاړ دي.

 

ملک زاده ویلي چې د ګمرکي کارونو، سرحدي معاینو او د ګاډو د تګ راتګ په انتظام کي د ستونزو له امله د مالونو په انتقال کي ځنډونه پیدا شوي دي. د هغه په وینا، افغانستان ته د ایران د صادراتو لویه برخه تېل، ګاز او ورسره تړلي توکي دي.

 

نوموړي ویلي چې د باروړونکو ګاډو د اوږدو قطارونو د کمولو لپاره د ګمرکي کارونو چټکولو او د سرحدي انتظام ښه کولو ته ضرورت دی. دوغارون د ایران د خراسان رضوي ولایت په تایباد سیمه کي پروت دی او د افغانستان له اسلام کلا سرحد سره نښتی دی. دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د تجارت یوه مهمه لاره ده.

 

د واخان سرحدي لاره لا نه ده پرانیستل شوې

 

بلخوا احسان ملک زاده د افغانستان او چین ترمنځ د واخان د سرحدي لارې په اړه هم څرګندونې کړې دي. هغه ویلي چې طالبانو د چین تر سرحده د ۱۲۱ کیلومتره سړک د جوړولو کار کړی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ د مسافرو او تجارتي مالونو لپاره رسمي سرحدي لاره لا نه ده پرانیستل شوې.

 

د نوموړي په وینا، یوازې د سړک جوړېدل دا معنا نه لري چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سرحد د تجارت او عام تګ راتګ لپاره پرانیستل شوی دی. د واخان لاره د افغانستان د بدخشان ولایت له لارې د چین تر سرحده رسېږي. د دې لارې پرانیستل کېدل د افغانستان او چین ترمنځ د مستقیمې ځمکنۍ سوداګرۍ لپاره مهم بلل کېږي.

 

د ایراني چارواکي د څرګندونو خپلواک تایید لا نه دی شوی.