اسلام اباد (شال نیوز) : د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي سېکرټري او د پاکستان ټلویزیون مشر اشفاق احمد خلیل له چینايي رسنیو سره د ګډو دستاویزی فلمونو او کلتوري پروګرامونو د جوړولو لپاره د همکارۍ د زیاتولو غوښتنه کړې ده.
نوموړي د چین د سي جي ټي اېن اردو په یوه پروګرام کي ویلي چې د دواړو هېوادونو رسنۍ کولی شي د تاریخ، کلتور، ژبو، موسیقۍ او ولسي دودونو په اړه ګډ پروګرامونه جوړ کړي او د یو بل ولسونه له خپلو کلتورونو سره اشنا کړي.
اشفاق احمد خلیل ویلي چې د پاکستان او چین اړیکې یوازې تر سیاست او تجارت پورې محدودې نه دي، بلکې د رسنیو او کلتور په برخه کي هم د همکارۍ د پراخېدو امکانات شته.
هغه د چین او پاکستان د اقتصادي لارې، سي پېک، په اړه هم خبرې کړې او د دې پروژې د اقتصادي او ټولنیزو اړخونو په اړه یې خلکو ته د معلوماتو په رسولو کي د رسنیو کردار مهم بللی دی.
اشفاق احمد خلیل ویلي چې د پاکستان او چین ترمنځ له وړاندې شوي تړونونه او د همکارۍ یادښتونه باید په عملي پروژو بدل شي، څو دواړه هېوادونه د ګډو دستاویزی فلمونو او نورو رسنیزو پروګرامونو په جوړولو کي برخه واخلي.
نوموړي د ډیجیټل رسنیو د زیاتېدونکي اثر په اړه هم خبرې کړې دي. د هغه په وینا، خلکو ته پر وخت د کره معلوماتو رسول، د جعلي خبرونو پېژندل او د غلطو معلوماتو مخنیوی د رسنیو له مهمو ذمه واریو څخه دي.
هغه ویلي چې د پاکستان د اطلاعاتو وزارت د ډیجیټل اړیکو څانګه د غلطو معلوماتو د مخنیوي او خلکو ته د حقایقو د رسولو لپاره کار کوي.
د پاکستان د اطلاعاتو وفاقي سېکرټري د اطلاعاتو او خپرونو د وفاقي وزیر عطاالله تارړ هغه وړاندیز هم یاد کړی چې له مخې یې چینايي سوشل میډیا فعالان پاکستان ته رابلل کېږي، څو د دغه هېواد له ژبو، خوراکونو، کلتور او ولسي دودونو سره اشنا شي.
د هغه په وینا، دا ډول تګ راتګ د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړیکو په زیاتولو کي مرسته کولی شي. پاکستان او چین له تېرو ۷۵ کلونو راهیسې سفارتي اړیکې لري او په اقتصادي، دفاعي، تجارتي او تعلیمي برخو کي همکاري کوي.
اشفاق احمد خلیل هیله څرګنده کړې چې د رسنیو ترمنځ ګډ کار به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې هم پیاوړې کړي. خو تر اوسه د ګډو دستاویزی فلمونو نومونه، بودیجه، د جوړېدو نېټې او د خپرېدو تفصیل نه دی اعلان شوی.
دا هم نه ده څرګنده چې په دغو پروګرامونو کي به د خېبر پښتونخوا، بلوچستان، ګلګت بلتستان او نورو سیمو ژبو، موسیقۍ، تاریخ او ولسي کلتور ته څومره ځای ورکړل شي.
د پاکستان او چین د رسنیو ترمنځ د همکارۍ د پراخېدو دا غوښتنه په داسې وخت کي شوې چې دواړه هېوادونه د سي پېک ترڅنګ د ولسونو ترمنځ د کلتوري او رسنیزو اړیکو پر زیاتولو هم ټینګار کوي.


شال نیوز