کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان حکومت وايي، د صوبې په بېلابېلو سیمو کي یې د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد د عملیاتو پر مهال د دوو ښځو په ګډون لس مشکوک وسلهوال نیولي دي.
د بلوچستان د اعلا وزیر د اطلاعاتو او سیاسي چارو سلاکار شاهد رند د اکتوبر په ۱۶مه په کوټه کي یوې خبري غونډې ته ویلي چې په نیول شوو کسانو کي د تحریک طالبان پاکستان شپږ مشکوک غړي، دوه ښځې چې د ځانمرګو بریدونو په تیاري تورنې دي، او د یوې ناقانونه ګرځول شوې وسلهوالې ډلې دوه قوماندانان شامل دي.
شاهد رند ویلي چې دغه دوه قوماندانان د شابان او خډکوچې په سیمو کي نیول شوي دي. په دې خبري غونډه کي د بلوچستان د کورنیو چارو اضافي چیف سیکرټري حمزه شفقت او د کوټې د پولیسو ډي آئي جي عمران شوکت هم موجود وو.
حمزه شفقت ویلي چې امنیتي ادارو د اګست په ۱۴مه په کوټه کي د بریدونو د پلان په تړاو دوه کسان، نیاز جتوئی او حبیب الرحمان، نیولي وو. د هغه په وینا، امنیتي ادارو هغه وسله او چاودېدونکي مواد هم نیولي چې له چاغي څخه کوټې ته وړل کېدل. په نیول شوو وسلو کي لاسي بمونه او مشین ګنونه هم شامل وو.
چارواکي وايي، د دغو کسانو په نیولو سره یې په کوټه کي د ممکنه بریدونو مخه نیولې ده. د کوټې ډي آئي جي عمران شوکت ویلي چې د ترهګرۍ ضد ادارې، سي ټي ډي، او نورو امنیتي ادارو په بلوچستان کي د استخباراتي معلوماتو پر بنیاد ۳۳۰۰ عملیات کړي دي.
د هغه په وینا، په دغو عملیاتو کي تر ۳۰۰ زیات مشکوک وسلهوال نیول شوي او ګڼ نور وژل شوي دي. شاهد رند ویلي چې شاوخوا ۹۰ نیول شوي کسان په یوه ځانګړي مرکز کي ساتل کېږي او د هغوی په اړه قانوني کارروایي روانه ده.
هغه زیاته کړې چې حکومت هغو کسانو ته د عادي ژوند د پیلولو موقع ورکوي چې له وسلهوالو ډلو لاس واخلي او د پاکستان اساسي قانون ومني. نوموړي د پنجګور د شاه اب په نوم د یوه ځوان مثال ورکړی چې د چارواکو په وینا، له یوې وسلهوالې ډلې سره تر یو ځای کېدو وروسته یې ځان حکومت ته سپارلی دی.
د بلوچستان حکومت وايي، د وسلهوالو پر ضد به عملیات جاري ساتي او له وفاقي حکومت سره به په ګډه د صوبې د امنیت لپاره اقدامات کوي. چارواکو د نیول شوو ټولو کسانو شناختونه او د هغوی د نیولو دقیقې نېټې نه دي څرګندې کړې.
د نیول شوو کسانو پر ضد لګېدلي تورونه لا په عدالت کي نه دي ثابت شوي او د هغوی دریځ هم نه دی ترلاسه شوی.


نعيم اچکزئي