کابل (شال نیوز) : د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د دغه هېواد نائب وزیراعظم الیکسي اوورچوک به ډېر ژر د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته سفر وکړي.
کابلوف د اکتوبر پر ۱۶مه ویلي چې د دغه سفر مقصد له افغانستان سره د تجارتي او اقتصادي اړیکو پراخول دي، خو د سفر کره نېټه یې نه ده ښودلې.
د نوموړي په وینا، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو شپږو میاشتو کي د روسیې او افغانستان ترمنځ تجارت د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوه چنده شوی دی. کابلوف ویلي چې مسکو غواړي د تجارت د زیاتېدو دغه لړۍ جاري وساتي او له کابل سره په اقتصادي برخه کي همکاري نوره هم پراخه کړي.
د اکتوبر پر شپږمه د روسیې نائب وزیراعظم الیکسي اوورچوک په مسکو کي د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره هم لیدلي وو. دا پرمختګ په داسې وخت کي شوی چې د روسیې او افغانستان ترمنځ سیاسي او امنیتي رابطې هم زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې د روسیې د بهرنیو استخباراتو مشر سرګئي ناریشکین کابل ته سفر کړی و او د طالبانو د استخباراتو له مشر عبدالحق وثیق سره یې لیدلي وو. د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف هم ویلي چې هېواد به یې له افغانستان سره اقتصادي او بشري مرستو ته دوام ورکړي.
روسیې د ۲۰۲۵ کال په جولای کي د طالبانو حکومت په رسمي توګه په رسمیت پېژندلی و او له هغه وروسته د دواړو خواوو ترمنځ د لوړپوړو چارواکو رابطې زیاتې شوې دي.
افغانستان له روسیې څخه تېل، ګاز، غنم او نور تجارتي توکي واردوي. دواړه هېوادونه غواړي په تجارت او اقتصادي همکاریو کي نورې لارې هم پیدا کړي. تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د روسیې د نائب وزیراعظم د کابل د سفر پر مهال به کوم نوي تجارتي تړونونه لاسلیک شي. د اوورچوک د سفر نېټه هم لا نه ده اعلان شوې.


شال نیوز