کابل (شال نیوز) : د طالبانو د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په کابل کي خپلو محتسبینو ته ۱۰۰ موټرسایکلونه وېشلي دي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، محتسبین به په دغو موټرسایکلونو د کابل په بېلابېلو سیمو کي ګزمې کوي او د خلکو د جامو، لباس او د امر بالمعروف د قانون د عملي کېدو څارنه به کوي.
دا اقدام په داسې وخت کي شوی چې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، په خپل وروستي راپور کي د طالبانو د امر بالمعروف وزارت د محتسبینو له خوا د خلکو د نیولو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.
د یوناما د راپور له مخې، د تېرو درېیو میاشتو په موده کي د دغه وزارت محتسبینو ۴۴۳ کسان په خپلسري ډول نیولي او بندیان کړي دي.
طالبانو تر دې وړاندې ویلي چې د امر بالمعروف قانون د اسلامي احکامو او ټولنیزو اصولو د عملي کولو لپاره نافذ شوی دی


شال نیوز