کابل (شال نیوز) : د افغانستان د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې ویلي چې د کابل ښار په بېلابېلو تعلیمي مرکزونو کي د زدهکوونکو لپاره جوړ شوی فکري، فرهنګي او تربیتي پروګرام پای ته رسېدلی دی.
دغه پروګرام د تنویر فکري او فرهنګي ادارې له خوا د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې د ارشاد او دعوت ریاست په همکارۍ جوړ شوی و.
د ادارې د اطلاعاتو او عامه اړیکو مسئول فتحالله عزام د پروګرام د پای په غونډه کي وویل چې علماوو او استادانو په هر تعلیمي مرکز کي د درېیو ورځو لپاره زدهکوونکو ته په بېلابېلو فکري، فرهنګي او تربیتي موضوعاتو خبرې کړې دي.
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رئیس ډاکټر مولوي رفیعالله صمیم غونډې ته په وینا کي د دیني او عصري تعلیم پر اهمیت ټینګار وکړ.
نوموړي وویل چې مسلمان ځوانان باید د دیني زدهکړو ترڅنګ ساینس، تحقیق او مسلکي مهارتونو ته هم پام وکړي، څو د خپلې ټولنې په پرمختګ کي برخه واخلي.
مولوي صمیم د اسلامي تاریخ بېلابېلو دورو ته په اشاره وویل چې علم، انصاف او د ټولنې د چارو ښه انتظام د پرمختګ لپاره مهم دي.
هغه له زدهکوونکو وغوښتل چې له تعلیمي فرصتونو ګټه واخلي او داسې مسلکي مهارتونه زده کړي چې د خلکو او هېواد په ګټه وي.
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په خپرو شوو معلوماتو کي نه دي ویلي چې دغه پروګرام د کابل په څو مرکزونو کي ترسره شوی او ټول څومره زدهکوونکو پکی برخه اخیستې ده.


شال نیوز