کابل (شال نیوز) : د افغانستان د فوټبال د چمپینز لیګ د شپږم پړاو په دویمه نیمایي کې ابو مسلم فراه لوبډلې د سرسبز یشلار لوبډلې ته درې پر یوه ماتې ورکړه.

 

دا لوبه د جمعې په ورځ د افغانستان د فوټبال فدراسیون په لوبغالي کې ترسره شوه، چې ابو مسلم فراه په کې د حامد امیري په دوو ګولونو سره بریا خپله کړه.

 

د ابو مسلم فراه لوبډلې لپاره سمیع الله نادري د لوبې په دویمه دقیقه کې لومړی ګول وواهه، خو د سرسبز یشلار لوبډلې سید امیر په اوومه دقیقه کې د مساوي ګول په وهلو سره د لوبې پایله یو پر یو کړه. د لوبې لومړۍ نیمایي په همدې پایلې پای ته ورسېده.

 

په دویمه نیمایي کې حامد امیري د لوبې په ۷۱مه دقیقه کې د ابو مسلم فراه لپاره دویم ګول وواهه او لس دقیقې وروسته یې خپل دویم او د لوبډلې درېیم ګول هم ثبت کړ. امیري د دې لوبې غوره لوبغاړی هم ونومول شو.

 

په لوبه کې د دواړو لوبډلو ترمنځ فزیکي سیالي هم وشوه. ابو مسلم فراه ۱۳ خطاوې وکړې او دوه ژېړ کارتونه یې ترلاسه کړل، په داسې حال کې چې سرسبز یشلار ۱۴ خطاوې وکړې، دوه ژېړ کارتونه او یو سور کارت یې ترلاسه کړ.

 

ټاکل شوې ده چې ابو مسلم فراه د اکتوبر په ۲۲مه له استقلال کابل لوبډلې سره مخامخ شي، په داسې حال کې چې سرسبز یشلار به د اکتوبر په ۲۰مه له عمر زواک لوبډلې سره لوبه وکړي.