دبۍ (شال نیوز) : د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډلې د بنګلهدېش او زمبابوې پر وړاندې د یو ورځنیو نړیوالو سیالیو راتلونکې لوبلړۍ ته د چمتووالي په موخه تېره شپه تمرینات ترسره کړي دي.
د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، افغان لوبغاړي هڅه کوي د منظم تمرین او چمتووالي له لارې د راتلونکو سیالیو لپاره خپل چمتووالی بشپړ کړي او په غوره لوبیز حالت کې د سیالیو ډګر ته ښکته شي.
د لوبو د مهالوېش له مخې، ټاکل شوې افغان ملي لوبډله د راتلونکې دوشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۹مه، له زمبابوې لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.
تمه ده چې افغان لوبډله په دغو سیالیو کې د خپلې وړتیا له مخې ښه ولوبېږي او د بریاوو د ترلاسه کولو لپاره له سیالې لوبډلې سره سخته سیالي وکړي. دغه لوبلړۍ به افغان لوبغاړو ته یوځل بیا فرصت برابر کړي چې خپلې وړتیاوې وښيي او د ملي لوبډلې د بریاوو لپاره هڅې وکړي.


شال نیوز