اسلام اباد (شال نیوز) : د بنګله‌ دېش د هنرمندانو یوه ۱۵ کسیزه ډله د کلتوري تبادلې د پروګرام په موخه د پاکستان پلازمېنې اسلام‌ اباد ته رسېدلې ده.

 

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په دې ډله کې موسیقي‌ پوهان، د نڅا او سندرو هنرمندان او د بنګله‌ دېش د کلتوري چارو وزارت استازي شامل دي. د بنګله‌ دېش یو پېژندل شوی انځورګر او چاپي هنرمند، محمد عبدالصمد ستار، هم په دې پلاوي کې دی.

 

ټاکل شوې چې دغه هنرمندان د پاکستان د هنرونو په ملي کونسل او د لوک ورثه په مرکز کې د بنګله‌ دېش کلتور د معرفي کولو لپاره هنري پروګرامونه وړاندې کړي.

 

د راپور له مخې، د دې سفر موخه د پاکستان او بنګله‌ دېش ترمنځ د کلتوري اړیکو پراخول دي. دا پروګرام د دواړو هېوادونو ترمنځ د کلتوري تبادلې د هوکړې په چوکاټ کې تنظیم شوی دی.