بونېر (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په بونېر ضلعه کي د باباجي کنډاو په سیمه کي د مسافرو یو های ایس ګاډی چپه شوی چې له امله یې شپږ کسان مړه او اووه نور ژوبل شوي دي.

 

د ریسکیو ۱۱۲۲ د خېبر پښتونخوا ویاند بلال احمد فیضي ویلي، د پېښې له اطلاع ترلاسه کولو وروسته امدادي ډلې سیمې ته ورسېدې او د ژغورنې کارونه یې پیل کړل.

 

د هغه په وینا، په امدادي عملیاتو کي پنځه ایمبولینسونو او شلو امدادي کارکوونکو برخه اخیستې ده. ریسکیو ۱۱۲۲ وايي، د مړو جسدونه او ژوبل کسان روغتون ته رسول شوي دي. تر اوسه د پېښې علت، د مړو او ژوبلو کسانو شناخت او د هغوی د صحت په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.