بنو (شال نیوز) : د شمالي وزیرستان د مده خېلو بېکوره خلکو د خپلو کورونو ته د ستنېدو لپاره یو ځل بیا احتجاج کړی او د بکاخېلو کېمپ مخې ته یې د بنو ـ میرانشاه لوی سړک د ټریفک پر مخ بند کړی دی.
احتجاج کوونکي وايي، له ۲۰۱۴ کال راهیسې په بکاخېلو کېمپ کي ژوند کوي، خو د شمالي وزیرستان د نورو سیمو بېکوره خلک خپلو کورونو ته ستانه شوي او دوی لا هم په سختو حالاتو کي شپې ورځې تېروي.
د احتجاج کوونکو په وینا، که په شمالي وزیرستان کي د بېکوره خلکو د بېرته ستنېدو لپاره حالات برابر شوي وي، نو د مده خېلو خلک ولې لا هم په کېمپ کي ساتل کېږي؟ دوی وايي، د ژمي له رارسېدو مخکې دې د مده خېلو ټولې بېکوره کورنۍ خپلو کلیو او کورونو ته ولېږل شي.
احتجاج کوونکو د خپلو بندو شویو موبایل سیم کارډونو د بېرته فعالولو غوښتنه هم کړې ده. د هغوی په وینا، د سیم کارډونو بندېدو یې له کورنیو او نورو خلکو سره اړیکې ستونزمنې کړې دي.
د احتجاج له امله د بنو ـ میرانشاه پر لوی سړک د دواړو خواوو ټریفک سخت اغېزمن شوی دی. د مده خېلو بېکوره خلک وايي، تر ټولو لویه غوښتنه یې خپلو کورونو ته ستنېدل دي او حکومت دې د دوی د بېرته ستنېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
د ضلعي انتظامیې او امنیتي چارواکو دریځ لا نه دی ترلاسه شوی.


شال نیوز