کوټه (شال نیوز) : د بلوچستان د رخشان ډویژن کمشنر اسدالله کاکړ د نوشکي او خاران ترمنځ پر هغه لویه لاره وسله والو تښتولی چې ۲۵ ورځې وړاندې ترې د خاران ډپټي کمشنر منیر احمد سومرو هم تښتول شوی و. د دوو لوړپوړو حکومتي افسرانو تښتول کېدو په دې سیمه کي د امنیتي انتظاماتو او د حکومتي چارواکو د حفاظت په اړه پوښتنې راپورته کړې دي.
د خاران د پولیسو او ضلعي انتظامیې د چارواکو په وینا، اسدالله کاکړ د اکتوبر په ۱۵مه له کوټې څخه خاران ته په شخصي موټر کي روان و چې د پتکن تاڼې په حدودو کي، د برشونکي په سیمه کي وسله والو یې لاره ونیوله.
د چارواکو په وینا، کمشنر له خپل ډرایور او کېشیر سره سفر کاوه. ځینې چارواکي وايي، وسله والو درې واړه له ځان سره بوتلل، خو وروسته یې کېشیر حاجي قاسم خوشې کړ. په نورو معلوماتو کي د ډرایور د خوشې کېدو خبره شوې ده. د دې اختلاف رسمي وضاحت لا نه دی شوی.
د کمشنر د تښتولو ذمه واري تر اوسه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې او د هغه د ساتلو د ځای په اړه هم کره معلومات نشته.
له همدغې لارې د دویم افسر تښتول
د سپټمبر په ۲۰مه د خاران ډپټي کمشنر منیر احمد سومرو هم د نوشکي او خاران ترمنځ وسله والو تښتولی و. هغه له نږدې ۱۲ ورځو وروسته، د اکتوبر په دویمه، خوشې شو. د چارواکو په وینا، د هغه د خوشې کولو لپاره قومي مشرانو له تښتوونکو سره خبرې کړې وې.
خو دا لا نه ده څرګنده چې هغه په کومو شرطونو خوشې شوی و او د تښتولو په تړاو څوک نیول شوي دي. د دواړو پېښو ځایونه یو بل ته نږدې دي. له همدې امله پوښتنه دا ده چې د لومړي ډپټي کمشنر له تښتولو وروسته پر دې لویه لاره د امنیت لپاره کوم ګامونه پورته شوي وو او وسله وال څنګه بیا وتوانېدل چې یو بل لوړپوړی حکومتي افسر وتښتوي؟
حکومتي افسران ولې بې له امنیتي ساتونکو سفر کوي؟
د خاران د انتظامیې د یوه چارواکي په وینا، اسدالله کاکړ د امنیتي اندېښنو له امله په سرکاري موټر او له پولیسو سره د سفر پر ځای شخصي موټر غوره کړی و، څو خلک یې ونه پېژني. خو وسله والو د خاران ښار ته له رسېدو شاوخوا ۳۵ تر ۴۰ کیلومتره وړاندې د هغه موټر ودراوه.
دا پېښه په داسې سیمه کي شوې چې په وروستیو میاشتو کي پکې وسله والو پر لویو لارو د موټرو د درولو او د خلکو د تښتولو پېښې کړې دي. د بلوچستان اعلا وزیر سرفراز بګټي د سپټمبر په پنځمه صوبايي اسمبلۍ ته ویلي وو چې د شورپارود په غرنیو سیمو کي له کلونو راهیسې د وسله والو ډلو مرکزونه موجود دي. هغه په دغو سیمو کي د عملیاتو خبره هم کړې وه.
د بلوچستان د حکومتي انتظامیې لپاره نوې اندېښنې
رخشان ډویژن د بلوچستان په لوېدیځ کي پروت دی او د نوشکي، خاران، چاغي او واشک ضلعې پکي شاملې دي. دا سیمه له افغانستان او ایران سره سرحدونه هم لري. د دې سیمې د کمشنر تښتول کېدل په بلوچستان کي د هغو حکومتي افسرانو د حفاظت په اړه اندېښنې زیاتوي چې د امنیتي ستونزو سربېره خپلو ضلعو ته سفر کوي.
تر دې وړاندې هم په بلوچستان کي د ضلعي انتظامیې یو شمېر افسران د وسله والو په بریدونو کي وژل شوي او یا تښتول شوي دي. د اکتوبر تر ۱۶مې د اسدالله کاکړ د خوشې کېدو کوم تایید شوی خبر نه دی ترلاسه شوی.
د دې پېښې په اړه درې پوښتنې لا بې ځوابه دي: د لومړي ډپټي کمشنر له تښتولو وروسته امنیت ولې نه و ښه شوی؟ د کمشنر د سفر معلومات وسله والو ته څنګه ورسېدل؟ او حکومت د دغې لویې لارې د خوندي کولو لپاره څه کوي؟
د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا د دغو پوښتنو په اړه تفصیلي رسمي ځواب لا نه دی خپور شوی.


نعيم اچکزئي