بنو (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د جنګ او بدامنۍ ځپلو ۱۲ قبایلي او ورڅېرمه ضلعو خبریالانو د خپلو حقونو د تحفظ او د صحافت د ازادۍ لپاره دوه تنظیمونه جوړ کړي دي. د ټرایبل جرنلسټس کونسل صدر صفدر داوړ او د ښځینه خبریالانو د تنظیم ټرایبل فیمیل جرنلسټس کونسل صدره ډاکټر حمیرا عنبرین ټاکل شوې ده.
د دواړو تنظیمونو مشرانو له حکومت او امنیتي ادارو غوښتي چې د پوځي عملیاتو او نورو امنیتي کارروایو پر مهال دې پر معلوماتو بشپړ بندیزونه نه لګوي او خبریالانو ته دې د خپلو مسلکي ذمه واریو د ترسره کولو اجازه ورکړي.
دوی وايي، د قبایلي ضلعو خلکو په تېرو څو لسیزو کي د جنګ، پوځي عملیاتو او کډوالۍ له امله ډېر زیانونه لیدلي او د معلوماتو بندیزونو د دوی ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
ونسل غوښتنه کړې چې د راتلونکو عملیاتو پر مهال دې خلکو ته د امنیتي خطرونو، د لارو د بندېدو، کډوالۍ، مرګ ژوبلې او امدادي اسانتیاوو په اړه پر وخت معلومات ورکول کېږي.
د تنظیم په وینا، له پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې سره مسلکي همکارۍ ته تیار دی، خو دا همکاري باید د صحافت د ازادۍ او د ولس د معلوماتو د حق په بیه نه وي.
د ټرایبل جرنلسټس کونسل په مرکزي کابینه کي علي افضل سینئر نائب صدر، عبدالسلام بېتاب نائب صدر، ابراهیم شینواری جنرل سیکرټري، سید بادشاه مومند جوائنټ سیکرټري، عدنان بېټنی فنانس سیکرټري، انوارالله پریس سیکرټري او ظفر وزیر ایونټ سیکرټري ټاکل شوي دي.
د ښځینه خبریالانو په تنظیم کي ښکلا مومند سینئر نائب صدره او بشریٰ شینواری جنرل سیکرټري ټاکل شوې ده. د ښځینه خبریالانو کونسل وايي، په قبایلي ضلعو کي ښځې د صحافت په میدان کي له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه تنظیم به د ښځینه خبریالانو د تربیې، تحفظ او د کار د فرصتونو زیاتولو لپاره هڅې کوي.
دواړو تنظیمونو د پاکستان له صحافتي ادارو، پریس کلبونو، د بشري حقونو له تنظیمونو، ملګرو ملتونو او نړیوالو صحافتي ادارو د مرستې غوښتنه کړې ده.
دوی غواړي چې د جنګ ځپلو ضلعو خبریالانو ته د امنیتي خطرونو پر مهال د ځان ساتنې تربیه، حفاظتي سامان، قانوني مرسته او د مسلکي پرمختګ فرصتونه برابر شي. تنظیمونو دا هم ویلي چې د سیاسي، مذهبي، مسلکي او قبایلي توپیرونو پرته به د ټولو خبریالانو د حقونو لپاره کار کوي.
د ټرایبل جرنلسټس کونسل په وینا، د قبایلي ضلعو خلک له څو لسیزو راهیسې د جنګ او بدامنۍ له امله ځپل شوي او اوس د امن ترڅنګ دا حق هم لري چې د خپلې سیمې له حالاتو په ازاده توګه خبر وساتل شي.
د تنظیم ویب پاڼه: www.tjc.org.pk


شال نیوز