کابل (شال نیوز) : له ترکیې څخه افغانستان ته ایستل شوي یو افغان کډوال ویلي چې د ترکیې پولیسو د ارزوروم ولایت له آشکله کمپ څخه هوايي ډګر ته د انتقال پر مهال یو شمېر افغان کډوال وهلي ټکولي او په زور یې الوتکې ته خېژولي دي.
دغه کډوال ویلي چې د اکتوبر په نهمه پولیسو هغه افغانان هم په زور ایستلي چې کورنۍ یې په ترکیه کي اوسېږي او نه یې غوښتل افغانستان ته ستانه شي. د نوموړي په وینا، ځینو کډوالو د ایستلو مخالفت وکړ، خو پولیسو په پلاستیکي ډنډو، سوکونو او لغتو ووهل او الوتکې ته یې وخېژول.
هغه ویلي چې د پولیسو له خوا وهل ټکول د آریانا افغان هوايي شرکت په الوتکه کي هم روان وو. د ده په خبره، د الوتکې کارکوونکو له پولیسو وغوښتل چې کډوال ونه وهي، خو پولیسو یې خبره ونه منله. نوموړي زیاته کړې چې ځینو مسافرو هم د پولیسو پر چلند اعتراض وکړ، خو پولیسو هغوی ته سپکې سپورې وویلې.
دغه افغان کډوال وايي، دی هم په زور الوتکې ته خېژول شوی او د پېښې د ویډیو جوړولو موقع یې نه ده موندلې. هغه دا هم ویلي چې د کډوالو د ایستلو پر مهال یې د ملګرو ملتونو یا د بشري حقونو د کومې ادارې استازي نه دي لیدلي.
د ترکیې د پولیسو او اړوندو چارواکو دریځ په دې اړه لا نه دی ترلاسه شوی. د دغه کډوال څرګندونې هم په خپلواکه توګه نه دي تایید شوې. د نړیوالو اصولو له مخې، د کډوالو د ایستلو پر مهال باید د هغوی انساني حقونه خوندي وساتل شي او هېڅوک داسې هېواد ته په زور ونه لېږل شي چې ژوند یا ازادي یې له جدي خطر سره مخ وي.


شال نیوز