واڼا (شال نیوز) : د کوز سویلي وزیرستان د خانکوټ په زرملین سیمه کي پر یو کور د مارټر ګولۍ لګېدو له امله د یوې کورنۍ د څلورو کسانو د وژل کېدو او څلورو نورو د ژوبلېدو خبر ورکړل شوی دی.
مقامي خلک وايي، په وژل شوو کسانو کي یوه ښځه هم شامله ده چې څو ورځې وروسته یې واده کېدونکی و. په ژوبلو کسانو کي هم ښځې شاملې دي.
د مقامي خلکو په وینا، د مارټر ګولۍ د جلال خېل قبیلې د یوې کورنۍ پر کور لګېدلې ده. د دې کورنۍ تعلق د دوو وروڼو، مومند خان او حضرت خان، چې په پټان مشهور دی، له خاندان سره دی.
ژوبل کسان د واڼې هېډکوارټر روغتون ته وړل شوي دي. د معلوماتو له مخې، د ځینو ژوبلو حالت د اندېښنې وړ دی او د نور علاج لپاره یې ډېره اسماعیل خان ته د وړلو مشوره ورکړل شوې ده.
تر اوسه دا نه ده معلومه چې د مارټر ګولۍ له کوم لوري توغول شوې او د پېښې مسؤلیت د چا دی. د سیمې اوسېدونکو د پېښې د پلټنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د جګړو او ډزو پر مهال باید د عامو خلکو د ژوند تحفظ وشي.
د پاکستان پوځ او مقامي انتظامیې تر اوسه د پېښې په اړه رسمي بیان نه دی ورکړی. شال نیوز د مرګ ژوبلې د شمېرو او د پېښې د نورو تفصیلاتو د تایید هڅه کوي.


ظفر وزير