ډېره اسماعیل خان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان ضلعې په ملانه سیمه کې د والیبال له یوې لوبې وروسته د دوو ډلو ترمنځ په ډزو کې پنځه کسان وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
د ډېره اسماعیل خان د پولیسو مشر ضیاءالدین احمد ویلي چې پېښه هغه مهال شوې چې د والیبال له لوبې وروسته خلک خپلو کورونو ته روان وو. د نوموړي په وینا، د دواړو ډلو ترمنځ ډزې شوې چې پنځه کسان پکې وژل شوي او څلور نور ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان د ډېره اسماعیل خان ډسټرکټ هېډکوارټر تدریسي روغتون ته رسول شوي دي. پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه دا نه ده څرګنده چې د دواړو ډلو ترمنځ شخړه پر څه رامنځته شوې وه.
د وژل شویو کسانو نومونه او د ژوبلو روغتیايي حالت هم تر اوسه نه دی څرګند شوی.


شال نیوز