باړه (شال نیوز) : د خېبر ضلعې باړه بازار د تحریک انصاف د کارکنانو او پولیسو ترمنځ له نښتو وروسته د اکتوبر پر ۱۴مه هم بند ساتل شوی دی. پولیس وايي، د نښتو په تړاو یې ۶۲ کسان نیولي او د بازار د امنیت لپاره یې اضافي ځواکونه ځای پر ځای کړي دي.
د خېبر د پولیسو مشر وقار احمد ویلي چې په باړه بازار کي ټول دوکانونه او مارکیټونه بند ساتل شوي او د بازار د ننوتلو او وتلو پر لارو پولیس ګومارل شوي دي. د سیمې ځینو دوکاندارانو د سهار له خوا د دوکانونو د پرانیستلو هڅه کړې وه، خو پولیسو بېرته بند کړي دي.
د باړه قدیمې پوستې او باجرې په شاوخوا کي د خلکو له راټولېدو وروسته پولیسو د هغوی د خورولو لپاره اوښکې بهوونکی ګاز هم استعمال کړی دی. د پېښور د پولیسو مشر، سي سي پي او ډاکټر میا سعید، باړې ته تللی او د امنیتي انتظاماتو کتنه یې کړې ده.
هغه ویلي چې د پولیسو زغروال ګاډي او د احتجاجونو د کنټرول ځانګړي ځواکونه سیمې ته لېږل شوي او د ډرون کمرو په مرسته هم د بازار څارنه کېږي. ډاکټر میا سعید وايي، پولیس به د خلکو د سر او مال او سرکاري ودانیو ساتنه کوي او هیچا ته به د احتجاج په نوم د قانون ماتولو اجازه ورنه کړي.
د اکتوبر پر ۱۳مه په باړه کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ پر ضد د تحریک انصاف د کارکنانو احتجاج هغه وخت په نښتو بدل شو چې پولیسو د مظاهره چیانو د خورولو هڅه وکړه. د نښتو پر مهال د نادرا دفتر ته اور واچول شو او د ریسکیو ۱۱۲۲ پر دفتر هم د کاڼو ګوزارونه وشول.
د شال نیوز ترلاسه شوې ویډیوګانې لږ تر لږه اووه ژوبل کسان ښيي او د ډزو غږونه هم پکښي اورېدل کېږي، خو دا لا نه ده څرګنده چې ټول ژوبل کسان په ډزو لګېدلي دي که نه.
د حیات اباد میډیکل کمپلېکس یو ډاکټر هم ویلي چې له نښتو وروسته تر دولسو زیات ژوبل کسان روغتون ته وروړل شوي وو، چې څلور پولیس هم پکښي شامل وو.
د خېبر د پولیسو مشر وقار احمد د اکتوبر پر ۱۴مه ویلي چې د نښتو په تړاو ۶۲ کسان نیول شوي او د هغوی خلاف د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمې درج شوې دي. تر دې وړاندې پولیسو د شاوخوا ۵۰ کسانو د نیولو خبر ورکړی و.
بلخوا د خېبر ضلعې په جمرود کي هم پولیسو د باب خېبر په سیمه کي د ګورنر راج او ایمرجنسۍ پر ضد د احتجاج په تړاو د تحریک انصاف د ۱۶ کارکنانو خلاف مقدمه درج کړې ده. د اکتوبر د ۱۳مې د پولیسو د لومړني معلوماتي راپور، اېف آی آر، له مخې، احتجاج کوونکو سړک بند کړی و او د حکومت پر ضد یې شعارونه ورکول.
پولیسو پر نومول شویو کسانو د سړک بندولو، غیرقانوني غونډې جوړولو او د سرکاري حکمونو د سرغړونې تورونه لګولي دي. په مقدمه کي ویل شوي چې په احتجاج کي شاوخوا ۱۵۰ تر ۱۶۰ نورو کسانو هم ګډون کړی و.
د تحریک انصاف مشران د خپلو کارکنانو نیول غندي او وايي چې د ګورنر راج او ایمرجنسۍ نافذول د منتخب صوبايي حکومت پر ضد سیاسي اقدام دی. وفاقي حکومت بیا د خېبر پښتونخوا د امنیتي وضعیت خرابوالی او د وسله والو بریدونو زیاتوالی د ایمرجنسۍ د نافذولو دلیل بولي.
په باړه کي د پولیسو له خوا د امنیت د ټینګښت له اعلان سره سره، بازار بند دی او کاروباري فعالیتونه درېدلي دي. تر اوسه چارواکو نه دي ویلي چې دوکاندارانو ته به کله د کاروبار د بېرته پیلولو اجازه ورکړل شي.


ابراهیم شینواری