کوز سویلي وزیرستان (شال نیوز) : د خېبر پښتونخوا په ضم شوو ضلعو کي د پرمختیايي منصوبو لپاره د ځانګړو شوو اربونو روپیو په لګښت او د سرکاري نوکریو په وېش کي د پراخو بې قاعدګیو تورونه لګول شوي دي.

 

د جنوبي وزیرستان اپر او لویر ضلعو په اړه په خپرو شوو معلوماتو کي ویل شوي چې د پاکستان تحریک انصاف د صوبايي حکومت په وخت د پرمختیايي منصوبو ټېکې ځینو مخصوصو کسانو ته ورکړل شوې او په یو شمېر منصوبو کي د کار له ترسره کېدو پرته پیسې ایستل شوې دي.

 

د دغو معلوماتو سرچینې نه دي څرګندې شوې او شال نیوز په خپلواکه توګه دغه تورونه نه دي تایید کړي. په راپور کي ویل شوي چې ځینو سرکاري افسرانو له ټېکه دارانو سره په ګډه د پرمختیايي منصوبو پیسې ایستلې او هغه افسران چې د کار له بشپړېدو پرته یې د چیکونو له ورکولو انکار کاوه، د تبدیلۍ له ګواښونو سره مخ کېدل.

 

په راپور کي دا تور هم لګول شوی چې په ضم شوو ضلعو کي د سرکاري نوکریو د وېش پر مهال د تعلیمي اسنادو او قانوني شرطونو خیال نه دی ساتل شوی. د راپور له مخې، د څلورمې درجې له ملازمتونو نیولې تر ۱۶م ګرېډ پورې په ځینو نوکریو کي کسان له ټېسټ او انټرویو پرته ګمارل شوي دي.

 

په دغو معلوماتو کي دا خبره هم شوې چې د پرمختیايي منصوبو له پیسو څخه ځینې ترلاسه شوې پیسې بهرنیو هېوادونو ته لېږدول شوې دي، خو د دې تور د ملاتړ لپاره بانکي اسناد یا نور ثبوتونه نه دي وړاندې شوي.

 

په راپور کي د ځینو سیاسي او ټولنیزو حلقو له قوله د خېبر پښتونخوا له ګورنر څخه غوښتنه شوې چې د ضم شوو ضلعو د پرمختیايي پیسو، سرکاري منصوبو او نوکریو د وېش ځانګړې پلټنې وکړي.

 

دوی غوښتنه کړې چې د پرمختیايي منصوبو حسابونه وکتل شي، د ګمارل شوو کسانو تعلیمي اسناد وڅېړل شي او معلومه شي چې ځانګړې شوې پیسې چېرته او څنګه لګول شوې دي. د پاکستان تحریک انصاف او د اړوندو سرکاري ادارو دریځ په ورکړل شوو معلوماتو کي نه دی شامل شوی.