ټورنټو (شال نیوز) : افغانې انځورګرې ربابه محمدي په کاناډا کي د ۲۰۲۶ کال د غوره هنرمندې جایزه ګټلې ده. نوموړې ته دغه جایزه د اکتوبر پر لسمه په ټورنټو کي د مسلمانانو د هنري او ټولنیزو لاسته راوړنو د ستاینې په کلنۍ غونډه کي ورکړل شوې ده.
ربابه محمدي د افغانستان د غزني ولایت اوسېدونکې ده چې په ۲۰۱۵ کال کي یې انځورګري پیل کړې وه. هغې په کابل کي یو هنري مرکز هم جوړ کړی و چې ځوانو ښځو ته یې د انځورګرۍ زده کړې ورکولې.
ربابه محمدي په ۲۰۲۱ کال کي له افغانستانه وتلې او وروسته په کاناډا کي مېشته شوې ده. د نوموړې انځورونه تر ډېره د افغان ښځو ژوند، ستونزې، حقونه او هیلې بیانوي.
په افغانستان کي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د تعلیم، کار او یو شمېر هنري فعالیتونو بندیزونو ګڼې افغانې هنرمندانې اړ کړې چې له هېواده بهر خپل هنري کار ته دوام ورکړي.


شال نیوز