د خېبر پښتونخوا د ګورنر د شورا نوي غړي او د مذهبي چارو مسؤل مولانا طیب قریشي له مجید بابر سره د شال نیوز په ځانګړې مرکه کي ویلي چې د صوبې د جوماتونو خطیبانو او د دیني مدرسو مشرانو ته به لارښوونې کوي چې خلکو او په ځانګړي ډول ځوانانو ته د اسلام د امن او سولې اصلي پیغام ورسوي. نوموړي وویل، پاکستاني او نړیوالو دیني عالمانو او مفتیانو په وار وار وسله وال بریدونه او د بې ګناه خلکو وژل حرام بللي دي او د ټي ټي پي او نورو وسله والو ډلو روانې کړنې په اسلام کي هېڅ جواز نه لري. مولانا قریشي وویل: «موږ هېڅ سیاسي ایجنډا نه لرو، زموږ یوازینۍ ایجنډا په خېبر پښتونخوا کي امن دی.» هغه د وزیراعظم او ګورنر له دې دریځ سره هم اتفاق څرګند کړ چې د سهیل افریدي حکومت د وسله والو پر ضد جګړه خپله نه ګڼله او دې کار د پولیسو او نورو امنیتي ادارو مورال کمزوری کړی و. ستاسو په نظر، د جوماتونو خطیبان او دیني مدرسې د وسله وال فکر په مخنیوي کي څومره کردار لوبولای شي؟


شال نیوز